افغان جرمن انلاين دمحترمو چلونکو څخه يوه دوستانه ګيله !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                                                           ۵ــ ۶ــ ۲۰۱۱                

تر هر څه دمخه دا حقيقت بايد ومنو چی نظر ورکول ديوه انسان طبعي حق دي چی بايد دهر ډول توهين او سپکاوي څخه  مصؤن وساتل سي ۰ چی دې اصل ته په ځانګړي توګه په مدني ټولنو کي دپام وړ پاملرنه سوي ده ۰ زه هم ددې اصل په پام  کي نيولو  سره دهر ليکوال نظر ته په ځانګړي توګه دافغان ټولني دبرخه ليک په هکله چی يا يي لولم اويايي آورم ، که څه هم زما دشخصي نظر سره مخالفت او يا  ليريوالي هم  ولري زه داحترام په سترګه ورته ګورم ۰ او هڅه کوم چی که  په يوه دوستانه  فضا کي  که شرايط مساعد سي چی دا دنظر مخالفت يا ليریوالي چی دهر دوست سره چی وي  د مخا مخ يا  تليفوني خبرو  اويا هم  دليکونو د لاري څخه  پر حقيقت باندي ولاړ يو  تفاهم ته ورسيږم  ډيره خوښي احساسوم ۰ ځکه نوز ما په دې دوستانه ليکنه  کي دافغان جرمن انلاين دمحترمو چلونکو څخه ګيله داده  چی :  ما ستاسو دويب پاڼي په لومړي صفحه کي دهغه تليفوني مصاحبي په هکله چی محترم عباسي صاحب ددريو افغان شخصيتونو سره يي تر سره کړي وه ، ما خپله دمحترم روستار تره کي دنظر پلوي  وکړه ، او دازما يو طبعي حق وو ،  چی په يوه وړانديز کي مي  نور افغان مينه وال  هم ددې مصاحبي واوريدلو ته راوبلل ۰  او زما نظر داوو چی ددې مصاحبي اوريدل به ددوي دملي دريز په تحکيم او پوخوالي کي کومک ورسره وکړي ۰ ولي متاسفانه چی دمي پر ۲۸ نيټه  زما ددغه وړانديز په خپريدو سره دا مصاحبه دافغان جرمن انلاين دلومړي صفحي څخه وارشيف ته انتقال سوله ، ولي يو شمير دوستانو ماته تليفون وکړ ، تاسو چی دمحترم روستار تره کي دتليفوني مصاحبي په هکله کوم ادرس چی مو ورکړي دي ،  هغه مصاحبه دافغان جرمن انلاين په لومړي صفحه کي شتون نه لري ،او پر ځاي يي دمحترم عباسي صاحب د تیرو څو مياشتو پخواني تلويزوني پروګرام يوه برخه ده ،  چی پخواه هم په هم دې صفحه کي دڅو ورځو دپاره ځاي پر خاي سوي وه ، ولي  اوس بيا ليدل کيږي  ۰ ما چی هم خپله افغان جرمن انلاين دچلونکو دا کار وليد ، دمطبوعاتي نزاکتونو په پام

 کي دنه نيولو له کبله يي سخت متآ ثره کړم ،  او دا مي په مطبوعاتي چاپير يال کي يوه حمله وبلل ۰ دا ځکه چی دمحترم روستار تره کي د ګډي مصاحبي پر ځاي افغان جرمن انلاين کومه نوي مصاحبه او يا نو ر نوي  څه نه دي ځاي پر ځاي کړي ،  چی بياهم سړي فکر وکړي چی دا ددوي دويب پاڼي يو طبعي پروسه ده ۰ په وروستي برخه کي دافغان جرمن  انلاين دمحترمو چلونکو څخه هیله مند یم ،  چی په راتلونکو وختونو کي دملي ګټو په نظرکي نيولو سره يي په ويب پاڼه کي داسي څه تر سره نه  سي ،  چی دنورودنظر او قلمي  توهين سبب و ګرځي  ۰

                                                                            


June 6th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها